تازه خبرونه

د هلمند په کجکي کې یوه چورلکه راغورزیدلې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۳۹۸)

میوند ۲۱۵ قول اردو په ډاګه کړې، چې نن د ورځې  ۱۲ بجې د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملي اردو یوه چورلکه د کښته کیدو په حال کې پر توغندي لګیدلې، چې څلور سرتېري یې ټپیان شوي دي.

د کجکي ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ دې سپينې مک چورلکې په کجکې کې ميشتو عسکروته اکمالات کول، چي نن غرمه مهال د وسلوا لو طالبانو لخوا پر توغندي وويشتل شوه او را وغورزيدله.

تراوسه د الوتکې د پيلوتانو او اوښتو تلفاتو په اړه دقيق معالومات ندي ورکړ شوي.

سرچینې زیاته کړې، چي د چورلکې د رالویدو له کبله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او پیلوتان یې ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي؛ دغه چورلکه د یو خصوصي شرکت ده او د ملي اردو سرتېرو ته په کې زیان ندی رسیدلی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

Trending

Exit mobile version