تازه خبرونه
د لوړې مراسم به د مارچ پر ۹ تر سره شي- خلیلزاد
د افغانستان د سولې امریکایي استازي خلیلزاد د ولسمشر اشرف غني له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د لوړې مراسم یې د مارچ تر ۹ وځنډول.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې چارشنبې پر ورځ د کب ۷/ د فبروري ۲۶ د اشرف غني له هغې پرېکړې هر کلی کړی، چې د لوړې مراسم یې د کب تر ۱۹/ د مارچ تر ۹ ځنډولي دي.
دغه راز خلیلزاد څرګنده کړې: اوس، چې د ټاکنو بهیر پای ته رسیدلی او اشرف غني ګټونکی اعلان شوی؛ نو نور باید سیاسي مشران ډاډ من شي، چې ټولشموله حکومت د ټولو افغانانو د غوښتنې څرګندونکی دی.
ولسمشرۍ ویلی؛ ولسمشرغني له تخنیکي برخو، د هېواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د دولت ساز ټاکنډلې له مشرتابه او د افغانستان بین المللي شریکانو سره له پراخو او هر اړخیزه مشورو وروسته دا مصلحت وګاڼه، چې د لوړې ترسره کیدونکي مراسم، د کب تر ۱۹مې نېټې وځنډول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ارګ د لوړې مذاسمو ته د پنجشنبې پر ورځ د کب ۸ چمتووالی نیولی و او داکتر عبد الله عبدالله هم د ولسمشر په توګه د لوړې د تر سره کولو غږ راپورته کړی دی.