تازه خبرونه
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ماين چاودني شپږ پوليسو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند والي وياندعمر ځواک وايي، چي نن له غرمې مخکي د هلمند د ګرشګ ولسوالۍ په نهرسراج سميه کي د ماين چاودني د شهرا کندک د ټولي قومندان جمعه خان دوستيار په ګډون څلور ملي پوليس وژلي او دوه نور ټپيان دي .
هغه زیاتوي، ياد پوليس د نهر سراج په پوپل زو شاخ سيمه کي پر ګزمه پوخت ول، چي د سړک د غاړي ماين پرې چاودنه کړې او ياده مرګ و ژوبله يې اړولې ده .
د نوموړي په خبره دوه تنه ټپي شوي پوليس د درملني په موخه روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې نازک دى .
د پوليسو دغه افسر له دې مخکې په ګرمسير ولسوالى کي د بې نادر د سيمي د حوزې قومندان و، چي نن په ياده چاودنه کي وژل شوى دى.