تازه خبرونه

د هلمند د ناوې ولسوالې د بېرته نیولو عملیات پيل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند والي ویاند وايي، د هلمند د ناوې ولسوالې د بېرته نیولو عملیات نن سهار پېنځه بجی پیل شوي او اوس هم روان دي.

عمرځواک زیاتوي، تر دې دمه د یادې ولسوالی هغه امنیتي کمربندونه مات شوي، چې وسلوالو طالبانو جوړ کړي وه او امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز پر لوري مخ په وړاندې روان دي.

هغه په ډاګه کړې، چې ملي امنیتي ځواکونه د نړیوالو هوایي ځواکونو له ملاتړه هم برخمن دي.

عمر ځواک دا هم څرګنده کړ، چې دا عملیات به تر هغې روان وي، چې دا ولسوالي له مخالفینو څخه په بشپړه توګه پاکه شوې نه وي.

د نوموړي په وینا؛ په نیول شویو سیمو کې به ملي امنیتي او سیمه ییز ځواکونه ځای پر ځای شي.

Trending

Exit mobile version