تازه خبرونه

د هلمند په شمالي او جنوبي ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايتي شورا مرستيال وايي، جګړې د دې لامل شوي، چې له مرکز او دوه ولسوالیو پرته د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پوهنې بهیر په ټپه دریدلی دی.

د هلمند ولايت شورا مرستيال عبدالمجيد اخندازاده وايي؛ د دغه ولایت د خلکو د روغتيا تر څنګ د پوهني بهير هم ډېر مهم دى، چي دا مهال په نشت حساب او د هلمند د شمالي برخې په کجکي، نوزاد، موسى قلا، واشير، باغران او سنګين ولسواليو کي ټول ښوونځي تړلي دي او د هلمند په جنوبي برخه کي بيا په ګرمسير، ناوې، خانشين، ديشو او مارجې ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى، چي دا د هلمند له خلکو سره يوه لويه جفا ده.

د دې ولايت د پوهني ریيس قدرت الله يعقوبي مني، چي د ناامنيو له کبله ناشونې ده، چې په ټولو ولسواليو کي ښوونځي فعال کړي.

د نوموړي په وینا؛ يوازي په درې  ولسواليو ديشو، خانشين اوباغران کي ښوونځي تړلي دي او نور ټول د زدکوونکیو پر مخ پرانيستي دي.

د هلمند د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ په هلمند کي ټول ٤٠٦ ښوونځي دي، چي ٢٠٦ يې ودانۍ نه لري ٢٧٢ يې فعال او ١٣٩ يې اوس هم د بېلا بېلو ستونزو له امله تړل شوي دي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version