بلخ @ps
آمو سیند هر کال د افغانستان د خاورې زرګونه هکتاره ځمکه وړې
ساختماني انجینر داد خدا وایي؛ د انجنیرۍ او تخنیک له اړخه د اوبو فشار، سرعت او د اوبو وزن هغه درې لاملونه دي، چې عمودي دیوالونه چپه کوي.
د شغنان سیمه ییزې ادارې ویلي، د هغو بندونو او تحکیماتو جوړیدو ته اړتیا ده، چې وکړای شي د آمو سیند د تخریب مخه ونیسي.
د شغنان ولسوال میرزا ګل پیمان وایي، د آمو په غاړو کې پلې شوې پروژې نامعیاري وې او په لنډ وخت کې له منځه تللې دي او زمونږ وړاندیزونو ته پاملرنه نه کیږي.
د دې سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي ادعا کوي، چې آمو سیند یې هر کال سلګونه جریبه ځمکه او لسګونه کورونه تخریبوي.
د شغنان د روشان کلي اوسیدونکی بای محمد وایي؛ دولت اړ دی، چې له یوې خوا خلک له زیانونو وژغوري او له بلې خوا د جغرافیاوي زیان او تخریب مخنیوی وکړي. دولت باید ځواکمنې استنادی هڅې تر سره کړي.
د شغنان د روشان کلي یو بل اوسیدونکی رحمان نظر وایي؛ دغه سیند ته هیڅ پاملرنه نده شوې او هرکال اوبه ځمکه وړي. حکومت د ډاډ وړ استنادي دیوالونه نه دي جوړ کړي.
شغنان د افغانستان غرنۍ سیمه ده، چې لږه کرنیزه ځمکه لري او د دې ځمکې یوې برخې ته آمو سیند الله پاک بلا ګرزولی دي.