تازه خبرونه
تر راتلونکیو دوه ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو زماني جدول اعلام شي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې تر راتلونکیو دوه ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو زماني جدول اعلام شي.
د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو له ګوښه کیدو وروسته، د پېنځلس ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې بې برخلیک پاتې شوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تازه غړي د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې دي او د دغو ټاکنو ترسره کیدل د نویو کمیشنرانو لپاره یوه ستره ازموینه ګڼل کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس مولانا محمد عبدالله د روانې اوونۍ په لړ کې د درې ولایتونو او د اهل هنود د ټاکنو پایلې له اعلام خبر ورکوي.
د نوم لیکنې په لړۍ کې له بایومتریک سیستم څخه استفاده او د رایو ورکوونکیو پېژندنه هغه څه دي، چې د ټاکنو د ترسره کیدو څرنګوالی روښانه کوي.