تازه خبرونه

تر دوه نورو ورځو به کورني تولیدات د لاجورد له لارې ترکیې ته صادر شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې د لاجورد له لارې له افغانستان څخه ترکیې ته د وچې او تازه میوې، مالوچو او نورو کورنیو سوداګریز توکو لومړنۍ ټولګه ولیږل شي.

تاکل شوې د لاجورد له لارې د پنجشبنې پر ورځ( د لیندۍ ۲۲) د افغانستان کورني تولیدات ترکیې ته صادر شي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رییس حسن سروش وایي؛ د دې لارې له پرانیستې سره به سوداګرو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې شي، چې له نیمایي ډېر لګښت یې حکومت پرغاړه لري.

د سوداګرۍ خونه د دې پروژې د پرانیستو د پروګرام هرکلی کوي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی د دې لارې پرانیسته ښه ګام ګڼي او وایي، چې دا لار به له اروپا او تور سمندرګي سره د افغانستان په نښلولو کې ستر رول ولوبوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ باید خپلې وړتیاوې پیاوړې آسانتیاوې رامنځته کړو.

افغان سوداګرو له دې مخکې ویل، چې د صادراتو په برخه کې له ډېروستونزو سره مخ دي او له دې کبله ورته ډېر تاوان اوړي.

Trending

Exit mobile version