تازه خبرونه
تر یوې اوونۍ به له فساد سره د مبارزې تګلاره وروستۍ شي- مرتضوي
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، تر یوې اوونۍ پورې به له فساد سره د مبارزې تګلاره وروستۍ شي او د ځمکو له غاصبینو سره به د مبارزې ځانګړې محکمه په کار پیل وکړي.
د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست سید شاه حسین مرتضوي مني، چې د ځمکو غاصبین ډېر چالاکه شوي او اوس د خلکو ملکیتونه هم ترې خوندي نه دي؛ خو د ځمکو د غاصبینو لپاره به څانګړې محکمه ژر پر کار پیل وکړي.
هغه زیاتوي، عادي محاکم به د دې ځواک ونلري، چې دا چالاکه غاصبین تر ځېړنو لاندې ونیسي.
د نوموړي په وینا؛ د قانون د حاکمیت عالي شورا به په حکومتي ادارو کې له فساد سره د مبارزې لارې، خنډونه، سالمه رهبري، سمونونه او روڼتیا وڅېړي او حکومت ته به نوې تګلاره چمتو کړي.
ملي وحدت حکومت د خپل کار په پیل کې له فساد سره د مبارزې ژمنې وکړې او په دې لار کې یې یو لړ کارونه هم وکړل؛ خو د زیاترو په باور حکومت په دې برخه کې پاتې راغلی او خپله ناکامي هم مني.