تازه خبرونه
تر هغې، چې امنیت خوندي شوی نه وي؛ ټاکنو ته نوملیکنه مکوئ- شیعه عالمانو شورا
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا، چې مشر یې آیت العظمی شیخ آصف محسني دی له خلکو غوښتي؛ تر هغې، چې بشپړ امنیت ټینګ شوی نه وي، د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په پروګرام کې ګډون مکوئ.
دوی په کابل ښار کې د یکشنبې ورځې له خونړي برید وروسته دغه پرېکړه کړې. په دې برید کې، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش یو مرکز په نښه شوی و؛ له ۲۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان شیعه عالمانو شورا په اعلامیه کې راغلي؛ تر هغې، چې امنیت تامین شوی نه وي، خلک دې د رایه ورکولو لپاره د نوملیکنې مرکزونو ته نه ورځي؛ ځکه د خلکو د سر او مال خوندیتوب تر بل هر څه ډېر مهم دي.
که څه هم کورنیو چارو وزارت تل ویلي، چې د رایه ورکولو د نوملیکنې مرکزونو امنیت ساتي؛ خو د شیعه عالمانو شورا په اعلامیه کې د امنیتي بنسټونو کړنې په دې برخه کې کمزوري ګڼل شوې او له ملي وحدت حکومته غوښتنه شوې، چې د خلکو د سر او مال په خوندیتوب کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د ولسي جرګې او ولسواالیو شوراګانو ټاکنې، چې ظاهراً ډېرې ستونزمنې ښکاري، ناامني او پر دې بهیر د خلکو بې باوري یې دوه لویې اندېښنې دي، چې د ولسي جرګې اندېښنه یې هم را پارولې ده.
د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وایي: که امنیت خوندي نشي د هېواد هزاره ګان به ټاکنې تحریم کړي.
د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وایي: دا د پوښتنې وړ ده، چې په یوه ورځ کې د حکومت لخوا د یو ناکام بهیر- ناکامو ټاکنو او د اساسی قانون خلاف دسیسې ته ۷۵ کسان مري؛ دا ولې؟
په ښوونځیو کې د رایه ورکولو د نوملیکنې د مرکزونو شته والی، چې هره ورځ زرګونه ماشومان ورځي، د اندېښنې وړ خبره ګرځېدلې ده.
د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وایي: د ټاکنو خپلواک کمیسیون، حکومت او د تذکرو اداره اړ دي، چې خپلې څوکۍ او میزونه له جوماتونو، ښوونځیو او د خلکو د ګڼه ګوڼې له سیمو وباسي.
ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې پر ۲۸ تر سره شي؛ خو د رایه ورکولو لپاره د نوملیکنې مرکزونو ته د خلکو لږ ورتګ سر له اوسه اندېښنې را پورته کړې دي.