تازه خبرونه

غر ښویېدنې په بدخشان کې ۸ کان کیندونکي لاندې کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرند آب کلي کې غرښویېدنې د سره زرو د کان ۸ کارکوونکي لاندې کړي دي.

د دغه ولایت د راغستان ولسوال ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار ۱۰ بجې( د مرغومي ۲۷) د اړوند ولسوالۍ په زرند آب کلي کې، چې وسلوال طالبان په کې حاکم دي؛ د سرو زرو په کان کې اته کسانو د غرښویېدنې له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.   

د نوموړي د څرګندونو له مخې هیچا تر دې دمه د هغو په اړه لږ مرسته هم نده کړې.

څه نا څه څلور کاله مخکې د بدخشان ولایت په ارګوی ولسوالۍ کې ۲۵۰۰ کسان تر خاورو لاندې شوي او په کې ۳۰۰ کورونه ورک شول، چې د وخت حکومت د زیانمنو په ویر کې ملي ماتم هم اعلام کړی و.

Trending

Exit mobile version