بلخ @ps

سخت دریځي هر کال له کانونو سلګونه میلیون دالر تر لاسه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 په افغانستان کې سخت دریځي هر کال د کانونو له کیندنو سلګونه میلیون دالر تر لاسه کوي.

څېړنې ښيي، چې د نشه يي توکو له کار و بار وروسته د کانونو استخراج د سخت دریځو ډلو د عوایدو پر مهمو سرچینو اوښتی او اوس پر وسلوالو طالبانو سربېره داعش جګړه ماران هم د افغانستان له کانونو پیسې تر لاسه کوي.

د افغانستان د شفافیت بنسټ رییس سید اکرام افضلي وايي، چې اوس پر نورو سخت دریځو ډلو سر بېره داعش هم د افغانستان کانونه استخراجوي.

نوموړی زیاتوي، که حکومت پر کانونو خپله ولکه ټینګه نه کړي، سخت دریځي به پیاوړي شي او جګړه به نوره هم زور واخلي.

هغه دا هم ویلي، چې له بدخشان څخه تر هلمنده او له ننګرهاره تر هراته ناقانونه کیندنې راوانې دي او سلګونه میلیون دالر ترې ترلاسه کوي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی جاوید مجددي وايي، چې وسلوالو طالبانو د بدخشان د سره زرو پر کان ولکه لري او له لاجوردو هم خپله برخه تر لاسه کوي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړی اجمل عمروایي، چې ختیځه سیمه د ناامنیو شاهده ده او پر وسلوالو طالبانو سربېره اوس داعش جګړه مار هم  کانونه استخراجوي.

هغه دا هم ویلي، چې یو شمېر چارواکي باج هم کورکوي.

د کانونو وزارت او سیمه ییز چارواکي پر دغو اندېښنو چوپتیا غوره ګڼلې او له رسنیو سره پرې خبرې نه کوي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version