تازه خبرونه

سبا به په بیجینګ کې د افغانستان، پاکستان او چین غونډه جوړه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چین یو ځل بیا هڅې پیل کړي، چې د کابل او اسلام آباد کنګل شوې اړیکې بیا تودې او بیجینګ د افغانستان او پاکستان د خبرو کوربه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي په بیجینګ کې جوړیدونکې غونډې ته هیله من دی او وایي، چې چین کولی شي رغنده رول ولوبوي؛ خو باور یې دا دی، چې له پاکستان سره د افغانستان ستونزې په بیړه حل کیدونکې نه دي.

هغه زیاتوي؛ چین پر پاکستان له اغېزه ډک هېواد دی او هیله من یو، چې دا هېواد پرې خپل نفوذ وکاروي. چین په افغانستان کې د داعش او طالب له ودې اندېښمن دی او غواړي، چې پر هغه دولت فشار راوړي او د طالب په ګډون نورې ډلې سولې ته اړ کړي.

د ده د وین له مخې؛ په دغه غونډه کې به له ترهګرۍ سره پر مبارزه سربېره د کابل او اسلام آباد د ترینګلیو اړیکو په ښه کولو هم خبرې وشي.

افغان حکومت وايي؛ تر هغې، چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه ویجاړ نه کړي لیرې به وي، چې له پاکستان سره یې اړیکې تودې شي.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله وایي، افغانستان د ترهګرو له ګواښونو سره مخ هېواد دی او ځانمرګي بریدونه یې یوه برخه؛ خو خلک یې په وړاندې ولاړ دي.

هغه زیاتوي، افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه سرښندنه د خلکو تر څنګ ولاړ او د ملي ګټو ساتونکي دي.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی هم په دې باور دی؛ که پاکستان لوبه ونه کړي او چین هم په رښتوني توګه وغواړي، چې د کابل او اسلام آباد اړیکې ورغوي؛ نو د بیجینګ غونډې پایلې به مثبتې وي.

د کابل او اسلام آباد اړیکې زیاتره وخت سړې او جنجالي وي. د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس، چې په بګرام کې یې امریکايي سرتېرو ته خبرې کولې؛ په ډاګه وویل: پاکستان نور هغه وخت له لاسه ورکړی، چې ترهګرو ته به یې پټنځایونه ورکول.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version