تازه خبرونه

سبا ته د افغانستان، پاکستان او چین درېیمه ناسته ترسره کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې د شنبې پر ورځ( د وږي ۱۶) په اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان درېیمه درې اړخیزه ناسته جوړه او تر سره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته به د دغو هېوادونو د سیاسي اړیکو، د افغانستان د سولې پر بهیر، امنیتي همکاریو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د اتصالي اړیکو پر پراختیا راوڅرخیږي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا ناسته به د پاکستان د استازي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ تر سره شي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي صلاح الدین رباني او د چین په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د حکومت سلاکار وانګ یي ګډون ولري.

دا درې اړخیزه ناسته په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال د چین هېواد په بیجنګ کې د درې اړخیزه همکاریو د ودې، سولې، اقتصاد، سیاست او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره تر سره شوه. دوه یمه ناسته یې په کابل کې د امنیت د خوندي کولو، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل پر رامنځته کولو، سیمه ییزې همکاریو او د ترهګرو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو د بحث لپاره جوړه او تر سره شوې ده.  

Trending

Exit mobile version