تازه خبرونه
سبا ته د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنۍ پایلې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلامويږي- ټاکنو کمیسیون
ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي؛ خو د بایومتریک دستګاوو په څېړنه کې وخت ډېر ولګید او دا به ښایي سبب شي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله د شنبې پر ورځ اعلان نشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنره رحیمه ظریفي وایي، تر شنبې( د تلې ۲۷) پورې به د ټاکنو د لومړنیو یا قسمۍ پایلو په اړه خپله پرېکړه اعلام کړو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانامحمد عبدالله ویلي؛ کله، چې د رایو وروستي معلومات مرکزي بانک ته پوره ولیږل شي؛ همهاله به د پاکو او ناپاکو رایو چاڼ هم پیل شي.
وبه کتل شي، چې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو لومړنۍ پایلې مني او که په دې برخه کې د ډېرې څېړنې غوښته لري.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی یونس نواندیش وایي؛ مونږ د دې غوښتونکي یو، چې کارونه سم او راڼه تر سره شي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې غړی عبدالقادر هوتخېل ویلي، چې کارونه ډېر ښه روان دي او مونږ ترې راضي یو.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکی شېرآقا روحاني وایي، چې د بېړنۍ ناسمې پایلې له اعلامولو به د سمې پایلې اعلان غوره وي؛ که څه هم ناوخته اعلام شي.
د یادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون په بېلابېلو برخو کې کاري بهیر له ناندریو تش ندی.