بلخ @ps
عطا محمد نور حکومت د میلیونونو دالرو پرغلا تورن کړ
د بلخ والي عطا محمد نور پر ملي وحدت حکومت تور لګوي، چې میلیونونه دالر یې غلا کړي دي.
د بلخ والي عطا محمد نور دا ځل پر حکومت تندې نیوکې پیل کړې، ظاهراً د ده غبرګون د سیاسي ائتلاف په اړه د ولسمشر نیوکو ته متوجه و.
دی زیاتوي؛ غله هغه دي، چې په واک کې شریک او د میلیونونو دالرو تدارکاتي تړونونه یې اخیستي دي.
دی روانې حکومتي چارې، استبدادي چارې ګڼي او په کابل کې پر اعتراض کوونکیو د ډزو په اړه د اجرائيه رییس چوپتیا د شرم وړ ګڼي.
نور په ډاګه کړې، چې له ارګ سره یې خبرې بې پایلې شوې؛ خو ټینګار کوي، چې خپلو حقونو ته د رسیدو لپاره به له مشروع لارو راونګرځي.
ده اجرائيه رییس عبدالله عبدالله د خلکو استازی ونه باله او زیاته یې کړه، چې هغه د خپل مزد او څوکیو لپاره پر روانو حالاتو پټه خوله پاتې دي.
ده د سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو ځانمرګو بریدونو ته هم نغوته(اشاره) وکړه او د مسوولینو پر نیت یې شک څرګند کړ.
نور دا ګواښ هم څرګنده کړ، چې د افغانستان د نجات ائتلاف به په کابل کې خپل وروستی دریځ اعلان کړي.