تازه خبرونه
عطا محمد نور ښاغلي اتمر ته له روان نظامه د ملاتړ ژمنه څرګنده کړې
د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په تیلیفوني اړیکه کې ویلي: له نظامه کلک ملاتړ کوي او د پیاوړتیا، بهبود او دوام له پاره یې ژمن دی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې تل یې د خپل هېواد خدمت کړی او د خلکو د ګټو د ساتلو له پاره اوس هم هڅې کوي.
د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر په ډاګه کړې، چې ملي امنیت سلاکار د جمعیت اسلامي له اجرائیه رییس عطا محمد نور سره تیلیفوني خبرې کړې دي.
د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي اتمر پرون ماښام د تیلیفوني خبرو په ترڅ کې هېواد او خلکو ته د استاد عطامحمد نور خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې.
نوموړي ويلي، چې استاد عطامحمد نور د هېواد په بحراني حالاتو کې پر ځای او معقولې پرېکړې کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې: زه، استاد عطامحمد نور ته د هېواد د سیاسي مشر په توګه ډېر درناوی لرم او د نظام په ټینګښت او بهبود کې د نوموړي سیاسي هڅې مهمې او د قدر وړ بولم.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني څو میاشتې وړاندې عطامحمد نور له دندې لیرې او پر ځای یې د جمعیت یو بل استازی انجنیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه؛ خو ښاغلي نور د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه او څو میاشتې یې خپل ولایتي مقام وساته.
هغه د خپلو ملاتړو په بې شمېره غونډو کې ټینګار وکړ، چې هیڅوک د ولسمشر په ګډون د ولایت له مقامه د ده د لیرې کولو صلاحیت نلري.
په پای کې د حکومت او نور دوه اړخېزې خبرې پیل شوې او دې هوکړې ته ورسیدل، چې د نور پر ځای به د ولایت چارې اسحاق رهګذر ته، چې جمعیت او نور ته نږدې کس دی باید وسپارل شي. نوموړی د ولسمشر د ځانګړي استازي رحیمي لخوا د بلخ ولایت مقام ته وروپېژندل شو او په دې توګه د ارګ او بلخ ناندرې پای ته ورسیدې.