تازه خبرونه
عرب لیګ له امریکا څخه د شوې پرکړې د بېرته اخیستو غوښتنه وکړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د عربي ټولنې یاعرب لیګ په مصر کې له امریکا وغوښتل، چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د منلو پرېکړه بېرته واخلي؛ ځکه، چې له دې سره په سیمه کې تاوتریخوالی ډېرېږي.
په قاهره کې د عربي ټولنې ۲۲ بهرنیو چارو وزیرانو په بېړنۍ ناسته کې وویل، د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او کوم قانوني حیثیت نه لري.
دوی زیاته کړې؛ امریکا پر ټول بیت المقدس د اسرائیل د دعوې په منلو له هغې پالیسۍ سره ټکر کوي، چې له مخې یې د بیت المقدس کشاله د خبرو له لارې اوارېږي.
دوی دا هم وايي؛ د امریکا دا پرېکړه په سیمه کې تاوتریخوالی ډېروي او وېره شته، چې روان تاوتریخوالی نور هم زیات شي.
د ترمپ له پرېکړې وروسته په بېلابېلو هېوادونو کې لاریونونه وشول او د اسرائیلو او فلسطنیانو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.