بلخ @ps
داعش او القاعده په بدخشان کې د اسلامي خلافت د جوړولو هڅې کوي
د بدخشان چارواکو ویلي؛ داعش د القاعده شبکې په ملاتړ هڅه کوي، چې په دې ولایت کې مرکزونه جوړ او اسلامي خلافت اعلان کړي.
د بدخشان ولایت مسوولینو ويلي، چې داعش په دې ولایت کې له القاعده سره لاس یو کړی او هڅه کوي، چې د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې مرکزونه جوړ او همدلته د اسلامي خلافت ریښې ټينګې کړي.
د بدخشان والي ذکریاسودا وايي، چې له ترکستان، ازبکستان، چچین او پاکستان څخه د داعش شپږ سوه کورونۍ دغه ولایت ته راغلي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ داعشیان پرمختللې وسلې لري او په داسې ځای کې یې اړولي، چې له نورو هېوادونو سره پرانیستې پولې لري او له همدې لارې عواید تر لاسه کوي.
په بدخشان کې د پوځ د لوا قومندان الطاف الله علیزی وایي؛ د انصار الله، د ختیځ ترکستان، د ازبکستان د اسلامي حرکت ډلې له داعش سره مخامخ اړیکې لري.
هغه زیاته کړې، چې په بدخشان ولایت کې دوه زره طالب وسلوال هم د افغان دولت پر ضد جنګیږي.
