تازه خبرونه

داعش دننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې مدرسې او ښوونځي تړلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

داعش د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې دیني مدرسو او ښوونځیو ته د زدکوونکیو او طالبانو په ورتګ بندیز لګولی دی.

په ننګرهار کې له داعش سره روانې جګړې د پوهنې پر بهیر هم ناوړه اغېز کړی؛ ښوونځي نړیدلي او د کتابونو پاڼې په هر ځای کې باد وهي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند  محمد آصف شینواری وايي، چې د روانې جګړې له کبله په ۴ ولسوالیو کې درې زره پېنځه سوه زدکوونکي له زدکړو پاتې دي.

د نوموړي په وینا؛ داعش د خپل فعالیت په سیمو کې دیني مدرسو او ښوونځيو ته د زدکوونکیو په ورتګ هم بندیز لګولی دی.

دی زیاتوي، چې داعش په ننګرهار کې د خپلې خوښې د زدکړو بهیر هم پیل کړیدی.

هغه له ښکېلو خواوو غواړي، چې ښوونځي او مدرسي د سنګر په توګه ونه کاروي او پر زدکوونکیو پوځي اکمالات ونکړي.

د داعش له سیمو بیځایه شوي زدکوونکي اوس د ښوونځي څخه محروم دي او د ګولیو پر پوچګو او خولونو خپل وخت تېروي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، چې د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د داعش پر ضد عملیات پیل شوي او هڅه کیږي، چې تړلي ښوونځي بیا پرانیستل شي.

دا یوازې ننګرهار نه دی، چې ښوونځي په کې تړل شوي، بلکې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ناامنیو او جګړو له کبله سلګونه ښوونځي تړلشوي او ماشومان له زدکړو بې برخې پاتې دي.

خبریال: فواد ناصري

 

Trending

Exit mobile version