بلخ @ps

داعش جنګیالي د پاکستانیو قومندانانو لخوا روزل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

داعش جنګیالي د پاکستانیو قومندانانو لخوا د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې روزل کیږي.

دوه نیول شويو داعیشانو دا هم ویلي، چې داعش جنګیالي دمګړۍ په ۴ ولایتونو کې جګړه کوي؛ خو په نورو سیمو کې جنګیالي لټوي.

دغه دوه کسه، چې یو ۲۰ کلن او بل ۴۷ کلن دی؛ د پاکستان د جندالله پخواني غړي هم دي د کندوز ولایت د ملي امنیت ریاست نیولي دي.   

غیب الله نومی داعش جنګیالی، چې له یو کال راهیسې له افغان پوځیانو سره جنګیږي وایي: ویل یې، چې افغانستان نیسو او د اسلام تر جنډې لاندې یې راولو.  

دوی ویلي، چې داعش یې مصیب او مولانا خراساني نومولي دي.

د خراساني د څرګندونو له مخې ښکاري، چې داعش یې پر ذهني جوړونې کار کړی دی.

حاجي ملا نومي داعشي زیاته کړې، چې زه الله پاک کامیابه کړی یم. ملګري مې ناکام شول. زه هلته دیارلس میاشتې ښوونکی وم.  

له دې مخکې د داعش له لوري په لس ولایتونو کې پر جنګیالیو کار روان و؛ خو نويو نیول شويو  داعشیانو ویلي، چې یوازې په څلور ولایتونو کې جنګیږي او په نورو پاتې ولایتونو کې پر جنګیاليو روزلو اخته دي.

خبریال: علی اصغری

Trending

Exit mobile version