تازه خبرونه

راشد خان د نړۍ غوره توپ اچونکی دی- ټنډولکر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هندوستان کرکت لوبډلې مشهور توپوهونکي سچن ټنډولکر ویلي، چې راشد خان د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچونکی دی.

نوموړي په خپل تویت کې لیکلي: هر وخت مې احساس کاوه، چې راشد خان یو ښه توپ اچونکی دی؛ خو اوس زړه نازړه نه یم، چې ووایم هغه په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچونکی دی.

هغه ریاته کړې چې: هغه یو ښه توپوهونکی هم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې راشد خان د هند په سوداګریزو سیالیو کې د کلکتې لوبډلې پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې خپلې لوبډلې (سنرایزز حیدر اباد) ته په یوازې ځان بریا ورکړه او لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.

نوموړي په دغه لوبه کې د ښه توپ اچونې ترڅنګ په توپوهنه کې هم ځانګړی کمال وکړ، چې خپله لوبډله یې له کم هدف څخه مناسب او لوړ هدف ته ورسوله او همدا ډول یې لوبډله وتوانیدله چې د ۱۳ منډو په توپير لوبه وګټي او پایلوبې ته لار ومومي.

راشد خان په دغه لوبه کې  پر ۱۰ توپونو۳۴ چټکې منډې وهلي، ۴ شپږیزې او ۲ څلوریزې یې جوړې کړې، ۳ مهمې ویکټې اخیستل شويې، ۲  کیچونه او یو  رن اوټ یې کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی د دغې مهمې لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، چې وروسته په خبرو کې راشد خان دغه جایزه د جلال آباد کرکت لوبغالي قربانیانو ته ډالۍ کړه.

Trending

Exit mobile version