تازه خبرونه

راشد خان د نړۍ په آل راوندرانو کې لومړی مقام خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تکړه او نامتو توپ اچونکي راشدخان په یوه ورځنیو سیالیو کې د آل راوندرانو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرکت نړیوالې شورا (ICC) په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې په آسیا جام سیالیو کې د راشد خان په توپ اچونه او توپوهنه کې ښه وځلیده او لومړی نمبر شو.

د افغانستان لوبډلې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې یو لوبغاړی دې په یوه ورځنیو سیالیو کې د آل راوندرانو په توګه لومړی مقام خپل کړي؛ له ده وړاندې محمد نبي دوه یم نمبر خپل کړی و.

راشد خان د آسیا جام په پېنځه سیالیو کې، چې د هند، بنګلدیش، پاکستان او سریلانکا پر وړاندې ترسره شوې، لس ویکتې واخیستې او ۸۷ منډې یې هم جوړې کړې دي.

د افغانستان کرکت ملي لوبډله په آسیا جام سیالیو کې ښه ولوبیده او تمه کیږي، چې ډېر ژر له سترو لوبډلو هم مخکې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشرۍ هم د افغانستان کرکت ملي لوبډله وستایله او ولسمشر اشرف غني د لوبډلې هر غړی د افغانستان ویاړ ونوماوه.

Trending

Exit mobile version