تازه خبرونه

ثبات ته د رسیدو لپاره باید پروګرامونه او تګلارې بدلې شي- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د ژنیو ناستې ته په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې ثبات ته د رسیدو لپاره اړتیا ده، چې پروګرامونه او تګلارې بدلې شي.

د افغانستان ولسمشراشرف غني د ژنیو ناستې اقتصادي برخې ته په خبرو کې وویل؛ په افغانستان کې د ودې لپاره ډېرې زمینې شته او اړتیا ده، چې نړیوال پانګونه وکړي.

هغه د سمونونو په اړه ویلي؛ مونږ اړتیا لرو، چې محدویتونه ځانګړي(مشخص) او له منځه یې یوسو. زمونږ لپاره ترټولو ستر محدویتونه دا دي، چې نړیوال بنسټونه د پروژو پر بنسټ خپلې چارې پرمخ وړي. د دوی د پراختیايي چارو ستره برخه پر پروژو ولاړه ده؛ خو څومره، چې زه پوهېږم د نړۍ پرمخ هیڅ داسې هېواد نشته، چې د پروژو پر بنسټ دایمي ثبات او ودې ته رسیدلای وي. مونږ د پروګرامونو او ستراتيژیو بدلون ته اړتیا لرو.

په کابل کې د امریکا سفیر وایي؛ په وروستیو کلونو کې په دولتي او نادولتي ادارو کې بډې له منځه ندي تللي او هر وګړی، چې دې بنسټونو ته مراجعه کوي بډې ترې غوښتل کیږي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وایي: په افغانستان کې تر سره شوې سروې ګانې ښیي، چې قانوني کارونو ته باید بډې ورکړو او خصوصي کمپنۍ باید بډې ورکړي. مونږ هڅه کوو، چې د قانون له تنفیذ ملاتړ وکړو، چې سمونونه راشي. باید پاملرنه وکړو، چې فساد په ټولګټو بنسټونو کې هم شته دی.

ځینې سوداګر هم، چې دې ناستې ته ورغلي وایي؛ په افغانستان کې ډېره پانګونه شوې او غواړو، چې په راتلوونکې کې خپله پانګونه نوره هم پراخه کړو.

د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات وایي: حکومت د ګمرکونو په برخه کې  ګټور کارونه کړي او مونږ وتوانیدو، چې د پېنځه میلیون دالرو پر ارزښت لوازم وارد او د میلیونونو دالرو پر ارزښت به نور برښنایي وسایل هم وارد کړو، چې کارنده به وي او دا لړۍ ګټوره ده.

د افغانستان په اړه د ژنیو په ناسته کې له افغانستان سره مرستندویو هېوادونو ګډون کړی او افغان مشران به له نړیوالو سره د هغو  ژمنو پر پلي کیدو وغږیږي، چې په بروکسل او وارسا ناستو کې یې کړي دي.

Trending

Exit mobile version