تازه خبرونه

داعش هڅه کوي د کونړ مهمې سیمې ونیسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کونړ ولایت ځايي استوګن وايي؛ د هېواد په ختیځ کې له ننګرهار وروسته دا دی داعش د کونړ د مهمو سیمو د نیولو هڅه کوي.

په کونړ کې د طالبانو پر فعالیتونو سربېره په دې وروستیو کې له دغه ولایت څخه د داعش د فعالیتونو راپورونه هم ترلاسه کېږي.

ځايي خلک وايي، داعش په دې وروستیو کې د یادو سیمو ترڅنګ په ځينو نورو سیمو کې هم خپل فعالیتونه ډېر کړي، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

څوکۍ هم د کونړ یوه هغه ولسوالي ده، چې په ځینو مهمو سیمو کې یې داعش فعال دی.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ قومي مشر شاجهان پاچا وایي؛ له یادې ولسوالۍ څخه د داعش د شتون له کبله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي، چې مرکز اسعدآباد او ځینو نوروسیمو کې د ژوند سختې شپې تېروي.

د کونړوالي وحیدالله کلیمزی هم تائيدوي، چې داعش په ننګرهار کې له ځپل کیدو وروسته کونړ ته مخه کړې؛ خو پرمختګ نه شي کولی.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړې، چې داعش هڅه کوي د ځنګلونو او قیمتې ډبرو سیمې لاندې کړي.

د هغه په خبره؛ د تېر یوه کال په موده کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د داعش شاوخوا دولس قومندانان وژل شوي.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ داعش د دیوه ګل درې، کوړنګل درې او په چپې درې کې فعال دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version