پرمختګ او بشپړتیا

اترا له مخابراتي شرکتونو غوښتې، چې د خپلو ګډونوالو خوښې ته پاملرنه وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې( اترا) له مخابراتي شرکتونوغوښتي، چې دغه شرکتونه باید په مخابراتي او انترنیتي بستو او اړوند خدماتو کې د خپلو مشتریانو له خوښې پرته څوک شریک نکړي.

د دغې ادارې مسوولین والي، چې په تېره یوه میاشت کې د مخابراتي خدماتو په اړه له شپږ زره ډېر شکایتونه په دې اداره کې ثبت شوي دي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس نجیب الله عزیزي وایي، چې اترا ادارې د ټولو مخابراتي شرکتونو خدماتي کارکوونکیو ته سپارښتنه کړې، چې له دوه کارونو دې ډډه وکړي؛ د ګډونوالو له خوښې پرته هیڅوک حق نلري، چې څوک په خپل پرګرام کې ونیسي او دغه راز  اړوند شرکتونه دې په خپلو پروګرامونو کې د نه ګډون ټول شرایط  ښکاره او څرګند کړي.

دغه راز دوی د خلکو د غوښتنو له مخې دا ټینګار هم څرګند کړی، چې د امنیتي ګواښونو له کبله له ۴۳ ډېرې ولسوالۍ له یوې مودې راپدیخوا له مخابراتي پوښښه بې برخې پاتې دي او دغه راز په یو شمېر نورو هغو کې لږ مخابراتي خدمتونه وړاندې کیږي.  

د دغې ادارې د نوې تګلارې له مخې؛ ټاکل، چې تر راتلونکیو دوه کلونو د مخابراتي بستو لګښتونه ۵۰ سلنه راټیټ شي او دغه راز په دې برخه کې د پانګونې جلب به هم ډېر شي او په دې اړه به حکومت تر یو میلیارد دالرو عاید تر لاسه کړي.  

Trending

Exit mobile version