بلخ @ps
داعش په بدخشان کې هم فعالیت پیل کړی
د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي، د محلي ادارې د نه پاملرنې له کبله ناامني ډېره شوې او د طالبانو ترڅنګ د ۹ ولسوالیو په ځینو سیمو او مرکز کې داعش فعالیتونه پیل کړي او په جرم او راغستان ولسوالیو کې داعش افراد جذبوي.
سره له دې، چې په بدخشان کې د اووه ولسوالیو ډېرې سیمې او دوه ولسوالۍ په بشپړه توګه له څو کلونو را پدیخوا له طالبانو سره دي او حکومت یې ترې د هغو په پاکولو نه دی بریالی شوی.
د بدخشان یو شمېر اوسیدونکي او مدني فعالان سیمې ته د داعش له راتلو پرده پورته کوي.
د بدخشان اوسیدونکی مولوي محب الله شریفي وایي، چې داعش د دې ولایت په ځینو سیمو کې هڅې پیل کړې دي.
مدني فعال وحیدالله شیون وایي، په عراق او سوریه کې ماته خوړلي داعشیان پاکستان او د توپ خانې کوتل له لارې بدخشان ته راغلي او نوي افراد جذبوي.
د بدخشان والي احمد فیصل بیک زاد د خلکو دا ادعا نه مني او وايي، له دوه سوه ډېر بهرنیاني طالبان او کورنۍ یې له سیمه ییزو طالبانو سره په دغه ولایت کې اوسي؛ خو د داعش د فعالیت په اړه تراوسه هیڅ
د نوموړي په وینا؛ د دغه ولایت له نهه ولسوالیو څخه د طالبانو د مرکزونو په له منځه وړلو کې د مرکزی حکومت ملاتړ ته اړتیا ده او تر هغې، چې مرکزي حکومت د عملیاتو اقدام ونه کړي، د سیمه ییز حکومت هڅې اغېز نه لري.