تازه خبرونه
عارف علوی د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه غوره شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان پارلمان د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۱۳/ د سپتمبر ۴) عارف علوی د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه غوره کړ.
د راپورونو له مخې؛ نوموړی د عمران خان په مشرۍ د واکمن ګوند تحریک انصان لخوا نوماند شوی و.
عارف علوي بریالی شو، چې پر ۲۱۲ رایو له خپلو سیالانو مخکې شي او د ولسمشرۍ ګدۍ ته ځان ورسوي.
د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د پاکستان د خلکو گوند غړى اعتزاز حسن، د پاکستان د اپوزسيون لخوا مولانا فضل الرحمان او د انصاف گوند له خوا عارف علوي ټاکنیز ډګر ته راوتلي وه.
د ولسمشر ممنون حسین ولسمشري د سپتمبر پر اتمه نېټه پای ته رسیږي او ټاکل شوې، چې عارف علوي به هم خپله پېنځه کلنه دوره پر همدې ورځ بشپړوي.