تازه خبرونه
تازه سیلابونو د هېواد په ګڼو سیمو کې ۵۰۰ کورونه نړولي
تر چارشنبې ورځې پورې د نورو سیلابونو د راوتلو وړاندوینه هم شوې ده.
له څو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې پرلپسې اورښتونو سخت سیلابونه روان کړي دي.
د سیلابونو اوبه د کابل سیند له مورګو اوښتي او د سړکونو دواړو غاړیو ته پراته لسګونه کورونه یې نړولي دي.
اړوندې ادارې او ښاروالۍ هم د سیلابونو د زیانونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د کابل د قلعه ناظر اوسیدونکې ندیمه او فاطمه نومي دوې خویندې دي، چې سیلاب ترې راتاو شوی؛ د کور د ځينو توکو د خوندي لیږدولو لپاره له حکومت او مرستندویانو د مرستې غوښتنه کوي.
ولسمشرغني، چې د کابل له سیلاب ځپلو څخه یې لیدنه کړې؛ منې، چې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو مخنیوی ندی شوی.
هغه د کابل له سیلاب ځپلو سره د لیدنې پر مهال ژمنه او سپارښتنه وکړه، چې د کابل سیند غاړې به پخې شي.
دغه راز د هرات، پروان، فاریاب، بادغیس او جوزجان په ولایتونو کې هم سیلابونه راغلي، چې یوازې په هرات کې پېنځه کسان مړه شوي او د یوه مسافر وړونکي موتر اتلس تنه سپرلۍ هم ورکې دي.
خبریال: سمع جهش