تازه خبرونه
اشرف غني په پټه یو پلاوی د خبرو لپاره قطر ته لیږلی
سیاسي شنونکي وحید مژده زیاته کړې، دغه پلاوی د دولت استازیتوب نه، بلکې یوازې د ولسمشر غني استازیتوب کوي، چې د انس حقاني او نورو طالبانو د خوشې کولو په بدل کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې؛ دغه پلاوی به له طالبانو وغواړي، چې د بیجینګ په غونډه کې یوازې د افغان حکومت له پلاوي سره په رسمي توګه خبرې وکړي. سرچینې ویلي، چې تر اوسه طالب پلاوی د افغان حکومت له پلاوي سره خبرو ته ندی حاضر شوی.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې قطر ته د ملي امنیت لیږل شوي پلاوي په دوحه کې له قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبرآغا ویلي؛ فکرنکوم، چې طالبانو به د زندانیانو د تبادلې په اړه رسمي خبرې پیل کړې وي.
په قطر کې طالب استازیو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو د افغانستان د ملي امنیت شورا قطر ته د پلاوي لیږل رد کړي او وایي، چې داسې کوم پلاوي د دوی لخوا دوحې ته ندی لیږل شوی.
دا، چې قطر ته د تللي پلاوي د خبرو یوه موضوع هم د بجینګ غونډه ده؛ نو، ځکه ویل کیږي، چې افغان حکومت تر اوسه دغې غونډې ته د ټاکلي پلاوي نوملړ پټ ساتلی دی. اجرائيه ریاست بیا وايي، چې د بجینګ غونډې ته د پلاوي نوملړ به ژر اعلان شي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې بیجینګ ته تلونکی پلاوی به تر دوه اوونیو په بیجینګ کې وویني. پر پلاوي غور روان دی او د ټول افغانستان استازیتوب به وکړي.
تېره جمعه د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش هم ویلي وه، چې افغان دولت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی؛ خو په دې شرط، چې طالبان اوربند وکړي او حکومت سره خبرو ته چمتو شي.