تازه خبرونه

خاص روزګان ته د نه پاملرنې له کبله مرګ و ژوبله ډېره شوې- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائیه رييس وايي، چې د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې په بیړه د جګړې د نه مخنیوي له کبله د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله ډېره شوې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل لومړي فرمان کې د روزګان جګړه قومي بللې وه او په یو بل تازه حکم کې یې دغه جګړه یوه پېښه بللې؛ خو اجرائیه رييس اعتراف کړی، چې د جګړې په مخینوي کې پاتې راغلي دي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي: منم، چې په بیړه موکړنې تر سره شوې ندي او دې کار خلک ډېر زیانمن کړي دي. ورته تسلیت وړاندې کوم؛ حکومت به په خاص روزګان او مالستان کې د جګړې د مخنیوي لپاره خپل ټول وس وکاروي.

د روزګان په خاص روزګان او د غزني په مالستان ولسوالیو کې له جګړې څخه لس ورځې تېريږي.

د دغو ولسوالیو یو شمېر اوسیدونکي کابل ته په اعتراض راغلي او غوښتنه کوي، چې حکومت باید په دغو ولسوالیو کې امنیت خوندي کړي.

د غزني یو اوسیدونکی وایي: لس ورځې کیږي، چې خلک د جګړې په اور کې سوځي؛ خو حکومت په اړوند سیمو کې جګړه قومي نوموي؛ مونږ د اړوند سیمو قومونه په خپلو کې اتفاق لرو، دا تاسې یاست، چې نفاق ته لمن وهئ.

د روزګان اوسیدونکی اقبال علي نومی وایي، چې: زه د روزګان ولایت یو سپین ږیری یم. راغلی یم، چې له حکومته امنیت وغواړم؛ ماشومان مو در په در او بې برخلیکه پاتې شوي دي.  

د روښنايي د جنبش غړی داوود ناجي وایي: حکومت سیمې ته ځواکونه نه لیږي او ورته پاملرنه هم نلري. هغه ځواکونه، چې حکومت لیږلي، تېل نلري او خلک له خپلو کورونو ورته تېل ورکوي.

ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، چې د جګړې د کابو کولو او عملیاتو لپاره یې تازه دمې سرتېري استولي دي.

د نوموړي په وینا؛ همدا اوس مو د ځواکونو عملیات روان دي، هوایي او ځمکني ځواکونه ور لیږل شوي دي.

که څه هم د سیمې اوسیدونکي ادعا کوي، چې وسلوالو طالبانو یې پر سیمو بریدونه کړي؛ خو طالبانو ویلي، چې دا یوه ناموسي موضوع وه، چې له سیمه ییز وسلوال حکیم شجاعي سره رامنځته شوې وه.

Trending

Exit mobile version