تازه خبرونه
اته سوه یوویشت بهرنیانو په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې
افغانستان د درېیمې درجې هېوادونو په ډله کې دی، چې له تېرې څه نا څه نیمې پېړۍ راپدیخوا په کې د واک غوښتنې جکړه روانه ده؛ خو زیاتره بهرنیان د خپلو هېوداونو په پرتله دا سیمه امن بولي او د پناه غوښتنه يې کړې ده.
د کډوالو وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري ويلي، چې حکومت تر اوسه د بهرنیانو لپاره د سیاسي پناه د ورکړې لپاره ځانګړی قانون نلري.
د عدليې وزارت د تقنین انستیتوت مشر عبدالمجید غني زاده وايي، د تابعیت او پناه غوښتنې طرحه بشپړه شوې او په رسمي مکتوب کې د حکومت کابینې ته لیږل شوې؛ خو دا، چې ملي شورا ته ولې نده لیږل شوې معلومه نده.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې؛ له شاو خوا یوې نیمې لسیزې راپدیخوا ځینو بهرنیانو په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې؛ خو برخلیک يې تر دې دمه روښانه شوی ندی.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو هېوادونو وګړیو ته د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د لنډ مهاله اوسیدو کارتونه ورکړي دي.