تازه خبرونه
حسن روحاني ترمپ ته ویلي، هیڅکله د ایران لوی ملت مه ګواښئ!
ولسمشر روحاني له آی آر ۶۵۵ هشتک سره په خپل یوه تویت کې لیکلي، چې؛ هیڅکله د ایران لوی ملت مه ګواښئ!
د آی آر ۶۵۵ هشتک د ایران د هغې مسافر وړونکي الوتکې نمبر دی، چې د ۱۹۸۸ کال د جولای پر ۳ د امریکا بحري ځواکونو پر فارس خلیج د الوت پر مهال رانسکوره کړه، چې په کې ۲۹۰ بهرني وګړي وژل شوي وه.
دې الوتکې، چې له تهران څخه یې د دبۍ پر لوري الوت پیل کړی و؛ په عباس بندر کې له دمې وروسته د فارس خلیج د اوبو پر سر د امریکا د بحري ځواکونو د یو اس اس وینسن ډوله توغندي پر توغولو رانسکوره شوه.
دا پېښه تل د ایران لخوا د ملکي وګړیو پر وړاندې د امریکا د پوځي کړنو په توګه یادیږي او امریکا هم ویلي؛ دا یوه دفاعي کړنه وه، چې د ایراني جنګي جټ الوتکې پر ځای یې په تېروتنه مسافر وړونکې هغه رانسکوره کړې ده.
د امریکا او ایران ترمنځ ناندرو هغه وخت زور واخیست، چې د امریکا هوایي ځواکونو د تېرې پنجشنبې پر شپه( د مرغومي ۱۲) د عراق د پلازمېنې بغداد د هوایي ډګر تر څنګ د ایران د قدس ځواک سردار قاسم سلیماني پر موتر برید تر سره کړ.