تازه خبرونه

درې سوه زره جنجالي رایې ځانګړې پلټنې او بیا شمېرلو ته لیږل شوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۳۹۸)

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون درې سوه زره جنجالي رایې ځانګړې پلټنې او بیا شمېرلو ته لیږل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړیو په یوه خبري ناسته کې د چارشنبې پر ورخ/ د سلواغې ۱۶ د درې سوه زره جنجالي رایو په اړه خپله پرېکړه داسې اعلان کړه:

۱۳۷ زره شپږ سوه دېرش رایې شکمنې وې، چې له ۳۰۹۷ محلونو سره تړاو لري؛ لس سلنه یې په ۳۰۹ محلونو کې دي او باید تخنیکي څېړنه پرې ترسره شي.

۱۰۰۲۱۲ رایې بې وخته کارول شوي، چې په ۷۳۵۴ محلونو کې استعمال شوي؛ ۱۵ سلنه یې په ۱۱۰۳ محلونو کې باید تر ځانګړې پلټنې لاندې راشي. که دا محلونه، چې ځانګړې پلټنه په کې کیږي، ۶۵ سلنه یې بایومتریک معلومات، ژورنال او د پایلو کاغذي فورمې ولري؛ دا رایې، چې ۱۳۷ زره او یو سل و دوه زره رایې کیږي، د باور وړ دي. که د دې رایو ۳۵ سلنه یې دا معیار پوره نکړي، باطلیږي. له ۲۴۲۳ محلونو، چې بایومتریک معلومات یې نلرل؛ پر دوه سوه اته نوي یې پرېکړه شوې، چې بیا وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رییسه زهره بیان شینوارې ویلي؛ یو سل و دوه زره هغه رایې، چې بې وخته صندوقونو ته لویدلي او یوسل اووه دېرش زره شکمنې رایې ځانګړې پلټنې او پاتې نورې بیا شمېرلو ته تللې دي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ دغو رایو ته معیارونه ټاکل شوي. که پوره شي، رایې باوري او کنه  باطلیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړی قطب الدین رویدار هم څرګندوي، چې د رایو لپاره معیارونه او شرایې ټاکل شوي؛ پر معیارونو پوره رایې خوندي پاتې کیږي.             

ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دې رایو ځانګړې پلټنه او بیا شمېرنه بشپړه کړي او دا کمیسیون له وړاندې وایي، چې دې برخې ته لازم چمتووالی لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ ویلي؛ هر کله، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون پرېکړه مونږ ته راورسیده له یوې ورځې وروسته به خلکو ته وویل شي، چې دا رایې په څومره وخت کې د تطبیق وړ دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویلي، پرېکړه یې وروستۍ ده او د ولایتي کمیسیونونو پرېکړې یې لغوه دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي قاسم الیاسي ویلي: هغه رایې، چې باطلې شوي؛ مونږ نه پوهیږو، چې د چا دي. ټاکنو کمیسیون باید د صندوقونو کودونه وګوري او رایې بېلې شي.

له هغې وروسته، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رایو بیا شمېرنه او پلټنه بشپړه کړي، د ټاکنو قانون له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو وروستۍ پایله اعلانوي.

Trending

Exit mobile version