تازه خبرونه

ارګ او سپیدار له طالبانو سره د خبرو لپاره جلا پلاوي ټاکي

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۳۹۸)

په اجرایئه ریاست کې یوې سرچینې ویلي؛ د عبدالله عبدالله مرکچي پلاوی له ۸ تر ۱۵ کسانو دی، چې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې لخوا معرفي کیږي.

اشرف غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزی، سیاسي بهیرونه او نفوذ لرونکې څېرې نه یوازې د سولې په بهیر کې د پام وړ او معنالرونکی حضور لري، بلکې په خپلو کې سیالي هم کوي. اوس امریکا او متحدین یې پر افغان سیاست راڅرخي او د واشنګټن یو وړاندیز د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د افغان اوسنیو مشرانو د سیاستونو کابو کول دي.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي هیله من دی، چې د سولې خبرو د پیل لپاره به ټول بهیرونه یوځای کیږي.

ارګ وایي؛ د مرکچي پلاوي په ترکیب کې بدلون راځي؛ خو ښکاري، چې نوی پلاوی به بدلون کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انورې د یوه پراخ بنسټ پلاوي له جوړیدو خبر ورکوي او وایي: د حکومت د نوي پلاونه له مخې د پلاوي په ټاکلو کې بدلون اړین دی.

داسې ښکاري، چې اجرائیه ریاست او ثبات او همپالني ټکنډلې ته نیږدي ګوندونه به په دي بهیر کې نه وي.

سپیدار په څرګنده وایي، چې ارګ نه مني. دوی دي، چې له کرزي او نورو څېرو سره یي د پراخ بنسټ پلاوي پر جوړیدو خبرې کوي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي ویلي، دوی له خپلو متحدانو د بېلګې په توګه له حامد کرزي سره د سولې خبرو د پر مخ بیولو لپاره پایلې ته رسیدلي دي.

ناټو تازه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه د راټوکیدولو اندیښنو په اړه اندیښنه لري او له سیاسیونو غواړي، چې پر قانوني لارو د سولې خبرو د پرمخ بیولو او د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره یو موټۍ شي.

Trending

Exit mobile version