تازه خبرونه

طالب بندیان او د امریکایي پوهنتون دوه استادان خوشې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ ماڼۍ د پرېکړې پر اوومه ورځ د  حقاني شبکې درې غړي او د امریکایي پوهنتون دوه استادان خوشي شول.

دا استادان د زابل له نوبهار ولسوالۍ څخه د سې شنبي په ورځ لس بجي له غرمي مخکې نړیوالو ځواکونو ته وسپارل شول. ویل کیږي ددی استادانو د سپارلو په موخه دولتي ځواکونو په شملزو ، نوبهار او ارغنداب ولسوالیو کې اته څلویښت ساعته اوربند اعلان کړی و.

 د زابل سیمه ییزو چارواکو هم منلې، چې دغه دوه امریکایي ښوونکي د دې ولایت د شمالزو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې نن( سې شنبه د لړم ۲۸) د طالبانو لخوا خوشې او امریکایانو ته سپارل شوي دي.

د افغان امریکايي پوهنتون سرچینو هم منلې، چې د افغان امریکایي پوهنتون دوه ښوونکي خوشي شوي دي.

له دې مخکې رویترز خبري سرچینې راپور ورکړی و، چې د افغان امریکايي پوهنتون دوه ښوونکي به هم نن( سې شنبه د لړم ۲۸ خوشې شي.

د راپورونو له مخې؛ تېره شپه انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور غړي د بګرام له زندان څخه خوشې او قطر ته استول شوي دي.

طالبانو د درې طالب بندیانو هر یوه انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید له خوشې کیدو هر کلی کړی دی.

طالبانو به یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې: دغه راز د دوه ښوونکیو( کیون کینګ امریکايي او تیموتی ویکس استرالیايي) او لس افغان عسکرو د خلاصون پروسه په کامیابۍ بشپړه شوه.

دوی دا ډاډ هم څرګند کړی، چې: دا ټولې کړنې د ښه نیت او اعتماد جوړونې لپاره یو ښه پرمختګ دی، چې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.

نیویارک تایمز راپور ورکړی، چې طالبانو د امریکایي پوهنتون دوه ښوونکي( آسترالیایي کوین کینګ او امریکایي تیموتي ویکس) له درې کلن بند وروسته خوشې کړل.

امریکايي چارواکو هم خبري سرچینو ته منلې، چې د افغان امریکایي پوهنتون استادان له بنده خوشې شوي او روغتیایي حالت یې هم د اندېښنې وړ ندی.

افغان ولسمشر اشرف غني یوه اوونۍ وړاندې اعلان کړی و، چې د حقاني شبکې دغه درې غړي د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د خوشې کولو په بدل کې خوشې کوي، چې په ۲۰۱۶ کال کې حقاني شبکې له کابله تښتولي وه.

دغه راز ولسمشر غني تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر پومپیو او د ملي امنیت له سلاکار رابرت اوبرائن سره د حقاني شبکې د بندیانو د خوشې کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دواړو لوریو د افغان حکومت د وروستۍ پرېکړې پر پلي کیدو او د طالبانو د درې مهمو غړیو پر خوشې کیدو هراړخیز بحث وکړ. امریکایي چارواکو د ولسمشر غني د پرېکړې په ننګه ژمنه وکړه، چې له افغان حکومت سره به یوځای کار کوي.

پلان دا و، چې انس حقاني او دوه ملګري یې تېره اوونۍ قطر ته ولیږل شي. ان ویل کیږي، چې د لیږد په اړه یې خبرونه هم خپاره شول؛ خو وروسته ولسمشرۍ ماڼې اعلان وکړ، چې انس حقاني او دوه نور ملګري یې اوس هم په بند کې دي او خوشې شوي ندي. هغه مهال د هغوی د خوشي کیدو په برخه کې د ځنډ لامل دا بلل شوي و، چې طالبانو شرایط ندې رعایت کړي.

Trending

Exit mobile version