تازه خبرونه

طالب زندانیانو حکومت ته له لیکلي ضمانت ورکولو ډډه وکړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۳۹۸)

طالب زندانیان حکومت ته دا ضمانت نه ورکوي، چې له خوشې کیدو وروسته به د جګړې کرښو ته نه ستنیږي.

د ملي امنیت شورا ويلي تر هغې، چې طالب زندانیان د جګړې کرښو ته د نه ستنیدو په اړه لیکلي ضمانتونه ورنکړي، یو زندانې به هم خوشې نکړي.

د ملي امنیت شورا ټينګار کړی، چې له لیکل شوې ژمنې پرته به هیڅ طالب زنداني خوشې نکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل څرګنده کړې، چې د افغانستان دولت د سولې هڅو ته د لوري ورکولو په موخه یو میکانیزم جوړ کړی او د بندیانو پر خوشې کیدو راڅرخي او مونږ غواړو هغه کسان، چې د سولې تر سرلیک لاندې آزادیږي؛ باید بیا جګړې ته ورونګرزي.

طالب چارواکي بیا ټینګار کوي؛ له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې باید پېنځه زره طالب زندانیان په یوه وار له زندانه خوشې شي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.

د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ حکومت غواړي په ۴ میاشتو کې پېنځه زره طالب زندانیان خوشې کړي، چې دا له شوې هوکړې څخه ښکاره سرغړونه ده.

د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواري په ډاګه کړې، چې حکومت د طالب زندانیاو د خوشې کولو لپاره څلور میاشتنی پروګرام لري. حکومت غواړي دغه بهیر وننګوي او زیانمن یې کړي.

اسلام آباد هم له طالبانو او امریکایانو غواړي، چې تر سره شوې هوکړې ته درناوی وکړي او د افغانستان خلک د خبرو له لارې پخپلو غوښتنو برلاسي شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي: زه فکر کوم، چې طالبان هوښیار دي. هغو د دې ترڅنګ، چې ښه جنګیالي دي؛ غوره مذاکره کوونکي هم دي. ان مخکې له دې، چې خبرې پیل شي؛ پر واقعیتونه وپوهیدل. دوی همدا اوس د افغانستان ۴۵ په سلو کې خاوره تر خپلې څارنې لاندې لري او دا  یو واقعیت دی او تاسې باید واقعیتونه ومنئ.  

په کابل ښار کې یو شمېر مدني هڅاندو د طالبانو له خوشې کیدو سره په داسې حال کې خپل مخالفت اعلام کړ، چې ورسره د سولې ټولې خبرې تړلې دي.

د ملي پیوستون ګوند یا حزب همبستگی ملي ویاندې سیلۍ غفار څرګنده کړې؛ طالبان په افغانستان کې د دیمو کراسۍ د تېرو دوه لسیزو وژونکي دي، چې د میلیونونو افغانانو وینې یې بیولي دي. د دغو کسانو خوشې کول به د شهیدانو پر وینو ملنډې وي.

ټاکل شوې وه، چې د شنبې پر ورځ د کب پر ۲۴  حکومت ۱۰۰ طالب زندایان د خپل مهالوېش له مخې خوشې کړي. ولسمشر غني تېره اوونۍ د ۱۵۰۰ بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ او په ډاګه یې کړه، چې ۳۵۰۰ نور به له خپمنځي خبرو وروسته خوشې شي؛ خو طالبانو دغه مهالوېش رد کړ او له امریکایانو سره د هوکړې له مخې یې د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه بیا وکړه. 

Trending

Exit mobile version