تازه خبرونه
طالب مشران د یوې اوونۍ پر اوربند سلا شوي
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي؛ له دوه اوونیو سلا مشورو وروسته طالب مشر ملا هبت الله سلا شوی، چې له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک سره سم به د یوې اوونۍ لپاره په ټول افغانستان کې اوربند اعلان شي.
د امریکا او طالب پلاوي خبرې هم له همدې کبله درول شوي، چې طالب پلاوي له خپلو مشرانو سره سلا مشورې لرلې.
راپورونه ښیي، چې طالب پوځي قومندانان په لومړیو کې له اوربند سره مخالف ول؛ خو اوس یې موافقه ښودلې ده.
پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا څرګنده کړې؛ د یوې اوونۍ اوربند په دې معنا دی که د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې د ډاډ وړ وې، اوربند به وغزیږي او که ناسمې وي د اوربند وخت به پوره شي.
په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د خبرو له بیا پیل سره به د سولې د هوکړې د تړون او اوربند نېټه هم څرګنده شي.
اټکل داسې دی، چې د اوربند له اعلان سره به د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي؛ خو په کور کې د ننه له طالبانو سره د خبرو لپاره د پلاوي نوملړ په ډاګه شوی ندی.