تازه خبرونه

حامد ګیلاني د انس حقاني د خوشې کولو هڅې کوي- ر. نبیل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت پخواني رییس په ډاګه کړې، چې ښاغلی سید حامد گیلاني د حکومت د یو لوړپوړي چارواکي پر ملتیا د انس حقاني د خوشې کولو هڅې کوي؛ خو نوموړي دا تور رد کړی دی.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبيل زیاته کړې، چې نوموړي څو ځله د حقاني شبکې یو غړی شېرجان نومی د پاکستان له اسلام آباد څخه په خپل موتر کې کابل ته رالیږدولی او له انس حقاني سره یې د لیدنې زمینه ورته برابره کړې ده.

ښاغلي نبیل پخپل مخلیکي(فیسبوک) کې لیکلي؛ حکومت ښه پوهیږي، چې په کابل کې ډېر ځانمرګي بریدونه د حقاني شبکې لخوا تر سره شوي؛ خو پړه یې داعش پر غاړه اخیستې ده.

د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني ویلي، چې له انس حقانې سره هیڅ اړیکه نلري او نه یې هم د آزادۍ په لټه کې دی.

د افغانستان د ملي محاذ مشر سید حامد ګیلاني اوړمه ورځ د دیني عالمانو یوې رابلل شوې ناستې ته نیغ په نیغه څرګنده کړه، چې د طالبانو مشران په پاکستان کې نه، بلکې د افغانستان په خاوره کې دي.

د ښاغلي ګیلاني دې څرګندونې د حکومت، پارلمان، اشخاصو او افرادو غبرګونونه راوپارول.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله پرون د وزیرانو په ناسته کې د ښاغلي ګیلاني د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې د طالبانو رهبران او اډې له هېواده بهر دي او دغه خبرې به د افرادو ملي باور تر پوښتنې لاندې راولي.

ښاغلي ګیلاني له خپلې څرګندونې داسې دفاع کړې ده: د پکتیا د جاني خېلو په جګړه کې یو شمېر حکومتي ځواکونه طالبانو نیولي وه، چې تېره ورځ د منګلو قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شول؛ خو له آریانا نیوز سره په خبرو کې یې د طالبانو مشران په دوه برخو ووېشل او وایي، چې پوځي برخه یې دننه په هېواد کې او هغه بله له هېواده بهر ده.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی ګیلاني د افغانستان په خاوره کې د طالبانو د مشرانو د حضور په تړاو د سند وړاندې کولو په برخه کې غلی پاتې دی.

Trending

Exit mobile version