تازه خبرونه

اتمر له دندې ګوښه شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د ملي امنیت شورا سلاکار نن شنبه( د وږي ۳) ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړه او ولسمشر هم د نوموړي ګوښه کیدل منظور کړل.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري زیاته کړې، چې د ښاغلي اتمر پر ځای په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د ملي امنیت شورا د نوي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

محمد حنیف اتمر په خپلې استعفا پاڼه کې ویلي، چې د سولې بهیر په ګډون یې د ځینو مسایلو پر سر د حکومت له مشرانو سره اختلافونه درلودل او په وروستیو میاشتو کې هڅه وشوه، چې په دې برخه کې ستونزې حل شي؛ خو ونه توانیده.

په ارګ کې یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې ولسمشر غني له ملي امنیت رییس، دفاع او کورنیو چارو وزیانو غوښتي، چې له خپلو دندو استعفا وکړي.

محمد حنیف اتمر د ۱۳۹۳ لمریز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د حق او عدالت ګوند له آدرسه د تحول او تداوم تیم په ملاتړ ودرید او د ملي وحدت حکومت د کار په لومړیو کې د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکل شو. په دې دنده کې یې د دندې له پیلېدو یوه ورځ وروسته له واشنګتن سره امنیتي هوکړه لیک د ولسمشر په حضور کې لاسلیک کړ.

 نوموړي د حامد کرزي په دوره کې هم د کورنیو چارواو پوهنې د وزیر په توګه دندې تر سره کړي دي.

Trending

Exit mobile version