تازه خبرونه

اتمر یو ځل بیا له حق او عدالت ګوند سره یوځای شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

داسې انګرنې شته، چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر به له استعفا وروسته ولسمشریزو ټاکنو ته د حق او عدالت ګوند نوماند وي.

د حق او عدالت ګوند رییس سردار روشن دغه خبر تائیدوي؛ خو وایي: تر راتلونکیو دوه اوونیو به د دغه ګوند کنګره جوړه او دا به په ډاګه شي، چې په راتلونکیو ټاکنو کې څوک نوماند وي.

ښاغلی روشن زیاتوي، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې مو ګوند له ولسمشر غني ملاتړ وکړ. په راتلونکي کې به هم دا ګوند خپله پرېکړه کوي.

د ښاغلي اتمر په استعفا لیک کې د استعفې دلیل هم له چارواکو سره سیاسي کړکیچونه یاد شوي دي.

د افغانستان د نوې ملې جبهې رییس انوارالحق احدي وایي، د رامنځته شویو سیاسي کړکیچونو ترڅنګ راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته د هغه د نوماند کیدلو احتمال ډېر دی.

د حرب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال وایي؛ کله، چې په یوه سیاسي چوکات کې د یوسړي لپاره ځای نه وي او اندونو ته یې پاملرنه نه کیږي؛ اړ دی، چې ولس ته د خپلې غاړې خلاصولو لپاره له دندې ګوښه شي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د افغانستان د ملې امنیت عمومي رییس هم خپلې استعفاوې ولسمشر ته وړاندې کړې؛ خو ولسمشر د دوی استعفاوې رد کړې دي.

Trending

Exit mobile version