تازه خبرونه
طالب ځانمرګي په بګرام کې څلور امریکایان وژلي
د یاد ماموریت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه چاودنه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال د بګرام هوایي ډګر ته نږدې رامنځته شوې ده.
د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو هم پر امریکایي موترو برید منلی او وایي؛ دغه برید د بګرام ولسوالۍ د پل صیاد په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوی، چې امریکایان د خپل مرکز پرلوري روان ول.
طالبانو د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
دغه برید په داسې حال کې رامنځته شوی، چې ډېر ژر به د قطر په دوحه کې د طالبانو، امریکایانو، حکومت او سیاسي شخصیتونو تر منځ د سولې او جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل شي.
امریکایي او طالب استازي تر دې دمه پېنځه ځلې ناست دي او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې کړي، چې د بحث بنستیزې خبرې د امریکایي ځواکونو وتل او د افغانستان امنیت دی.