تازه خبرونه

حامد کرزي له ولسمشر غني غوښتي، چې د سولې مشورتي جرګه وځنډوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې پر ورځ( د ۱۳۹۸ لمریز کال د غویی پر ۷) په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني دې د سولې مشورتې جرګې تر سره کول وځنډوي، چې د سولې پر روانو خبرو ناوړه اغېز رامنځته نکړي.  

نوموړي څرګنده کړې؛ ما د یوه هېواد وال په توګه تل د عنعنوي او مشورتي لویو جرګو له لارې ملي اجماع ته د رسیدو غږ پورته کړی؛ خو د سولې مشورتي جرګه، چې ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې د حکومت لخوا جوړه او ترسره شي د لاندې دلایلو له مخې یې د خلکو په ګټه نه بولم او نه یې یوې ملي اجماع ته د رسیدو لار ګڼم:

۱- د هېواد په تاریخ کې جرګې پر اجماع  پیل او پای ته رسیدلي؛ خو د سولې جوړیدونکې مشورتي جرګه پر اجماع پیل شوې نده؛ ځکه نه د حکومت په دننه کې د نظر یوالی ښکاري او نه هم د سیاسي ځواکونو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني مخکښانو له هرکلي سره مخ شوې ده.  

۲- د سولې جرګه باید ډاډمنه فضا رامنځ ته کړي او د سولې له رامنځته کیدو سره مرسته وکړي. د سولې مشورتي جرګې جوړیدل په داسې حال کې، چې( د طالبانو اسلامي تحریک) ورسره مخالفت څرګند کړی؛ د سولې خبرو له غزولو سره نه یوازې مرسته نکوي، بلکې رامنځته شوی باور به هم زیانمن کړي.

۳-  ما د ۱۳۹۶ کال د تلې پر ۱۸ ولسمشر اشرف غني ته په یوه لیک کې د همغږۍ او د سولې د رامنځته کولو لپاره د عنعنوي لویې جرګې د جوړولو وړاندیز کړی و. هغه مهال د سولې روانې خبرې نه وې پیل شوې؛ خو نن د افغانانو د سولې خپلمنځي او نړیوالې خبرې نه یوازې پیل شوي، بلکې د افغانستان د سولې په اړه یې پرمختګونه هم رامنځته کړي دي.

ملي ګټې او د سولې اړتیا له مونږ غواړي، چې د سولې روانې خبرې چټکې او وغزوو او د افغانستان خلک له ملي او ځاني زیانونو وژغورو.

ښاغلي حامد کرزي دا وېره هم په ډاګه کړې، چې الله مکړه جوړیدونکې مشورتي جرګه د سولې روان بهیر خراب او یا ونه ځنډوي. ښه به داوي، چې لویه جرګه له خپلمنځي خبرو وروسته جوړه شي او ټول ولس یې پر پایلو د تائید غږ پورته کړي.

دغه راز نوموړي د سولې مشورتي جرګې له رابلل شویو ګډونوالو هم هیله کړې؛ ډېر ژر به په یوه داسې لویې جرګې کې ګډون وکړو، چې مونږ د افغانستان ټول خلک د سولې په اړه هوکړې ومنو او د هېواد د آبادۍ، پر منختګ او هوساینې لپاره همغږي شو.

د یادونې ده، چې حکومت د دغه وړاندیز په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

 

Trending

Exit mobile version