تازه خبرونه

طالب مشر ملا هبت الله له هوکړې مخکې لنډ مهالی اوربند رد کړی- سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

با خبرې سرچینې وايي، چې طالب مشر خپل ورغلي پلاوي ته له امریکا سره د سولې  تړون د لاسلیک اجازه ورکړې؛ خو د هوکړې له لاسلیک مخکې له امریکایانو سره یې د هر ډول اوربند مخالفت کړی دی.

داسې بریښي، چې د سولې په خبرو کې پرمختګ له اوربند سره مشروط شوی؛ امریکا له طالبانو غوښتي، چې لنډ مهالي اوربند ته غاړه کیدي؛ خو د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مشر مولوي قلم الدین څرګنده کړې؛ د طالبانو د قطر پلاوي څو غړي پاکستان ته تللي، چې له خپل مشرتابه سره د اوربند پر موضوع خبرې وکړي. که څه هم دغه مشورې پای ته ندي رسیدلي او ګومان دادی، چې طالبان له هوکړې مخکې اوربند ونه مني.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالب مشر ملا هبت الله له افغان دولت سره اوربند ندی منلی او ټينګار یې کړی، چې له هر ډول اوربند مخکې باید له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک شي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا ویلي، چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي؛ ښايي د طالبانو او افغان دولت تر منځ هم لنډ مهالی اوربند وشي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په قطر کې دی، چې له طالب استازیو سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیک خبرې وکړي.

د سولې په برخه کې د دولت وزارت ویانده درانۍ وزیرۍ ويلي، چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې مخکې پر اوربند ټینګار نکوي، بلکې غواړي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیلیدو مخکې باید اوربند وشي.

امریکايي چارواکي هم په دې باوردي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې یوه مهم پړاو ته رسیدلي دي؛ خو په افغانستان کې تاوتریخوالی ندی کم شوی.

Trending

Exit mobile version