تازه خبرونه

رای شمېرنه بحراني او حکومتي ټاکنیزې ډلې ناندریزې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وايي، چې د رای شمېرنه بحران ته تللې او حکومتي ټاکنیزې ډلې له یو بل سره پر ناندریو اوښتې دي.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو له ځنډیدو سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارې هم له عادي حالته وتلي او د نوماندانو شورا اندېښنې یې راپارولي دي.

د دغې شورا غړیو ویلي، چې د رایو شمېرنه بحراني شوې او د ټاکنیزو ډلو تر منځ ناندریو د ټاکنو تخنیکي او حقوقي اړخونه زیانمن کړي دي.

 دوی وايي چې د ځينو ټاکنیزو ډلو تر منځ روانو ناندریو او شخړو د ټاکنو تخنیکي او حقوقي برخې له ستونزو سره مخامخ کړي دي او د پایلو ځنډیدو درغلیو ته لاره پرانیستې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې له څلورو ورځو راهیسې معلوماتي زیرمتون ته له بایو متریک دستګاوو څخه معلومات نه دي لیږدول شوي.

د نوماندانو شورا غړي شهاب حکیمي څرګنده کړې، چې د غني د دولت جوړونې او د عبدالله د ثبات او همپالنې ډلو تر منځ تاوتریخوالي د ټاکنو کمیسیون په لاره کې خنډونه رامنځته کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې د لومړنیو پایلو ځنډول به ټاکنیزو درغلیو ته زمینه برابره کړي.

ځينې نور نوماندان هم په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې وروستیو پېښو اندېښمن کړي دي.

د ولسمشرۍ نوماند  فرامرز تمنا ویلي، چې د دروازو ماتول که په هره بهانه وي؛ باید بیا تکرار نشي او اړینه ده، چې عاملان یې عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.

نوماندان د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر ځنډ هم نیوکه کوي او وايي، چې دغه کار په ټاکنو کې درغلیو ته لار اواره کړې ده.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبداللطیف پدرام پوښتي، چې ولې دا بې پامي رامنځته شي؛ دا هر څه د ټاکنو خپلواک کمیسیون بېوسي ښیي. امریکا هڅه کوي، چې د ټاکنو پایله د خپل یو تالي څټي په ګټه اعلام کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو ډېر نوماندان په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې له روانو حالاتو خوښ ندي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم مني، چې له څو ورځو راپدیخوا معلوماتي زیرمتون ته له بایومتریک دستګاوو څخه د معلومات لیږد په ټپه ولاړ دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی، مسافر قوقندي ویلي؛ مونږ له درملوګ شرکت څخه رسمي مکتوب ترلاسه کړی، چې په تېرو څلور ورځو کې د تخنیکي ستونزو له کبله هیڅ ډول معلومات سیستم ته ندی سپارل شوي.

دا هر څه هغه وخت په ډاګه شول، چې د داکترعبدالله ډلې پولیس د دیجیتل دیتا د مرکز د دروازې پر ماتولو تورن کړل.

په هره توګه پولیسو دا تورونه رد کړل او څرګنده یې کړه، چې پولیسو هیڅ راز ناقانونه کار ندي ترسره کړی.

د دوشنبې پر ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي هم ومنله، چې د کمیسیون په چارو کې نیمګړتیاوې شته او لویې څارنوالۍ ته یې د ځینو کارکوونکیو د معرفي کیدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د پرله پسې ګواښونو سره سره ، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان پر ۶ ترسره شو؛ خو پایلې یې پر ټاکلي وخت اعلان نه شوي او اوس هم معلومه نده، چې کله به اعلام شي.

Trending

Exit mobile version