تازه خبرونه

رای مرکزونو ته ولاړ شئ او خپلې رایې وکاروي – د ټاکنو کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمسیون له خلکو غوښتي، چې د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او خپلې رایې وکاروي.

د ولسمشریزو ټاکنو د ملي بهیر د تر سره کولو بنسټ مسوولینو په یوه ګډه ناسته کې له خلکو څخه په ټاکنو کې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ څرګنده کړې، چې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا عبدالله هغو نوماندانو او د هغو پلویانو ته، چې غواړي د درغلیو له لارې واک ته ورسیږي وایي؛ له درغلیو ډډه وکړئ؛ د نیابتي، خیالي او تکراري  رایو فکر هم ونه کړئ؛ ځکه داسیستم داسې جوړ شوی، چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلوي.  

هغه دا هم ویلي، چې له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.

دوي وايي، د ټاکنو لپاره یې چمتووالی بشپړ شوی او له ټولو مرکزونو او محلونو سره پوره همغږي شتون لري.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو د ټاکنو له امنیت ډاډ څرګند کړی؛ خو طالبانو له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې ګډون ونکړي.

Trending

Exit mobile version