تازه خبرونه

اتیا زره افغان کډوال په اروپايي هېوادونو کې د ژوند له ناوړه حالت سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې همدا اوس اتیا زره افغان کډوال په اروپايي هېوادونو کې په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي. افغانان د هغه تړون له مخې له اروپا شړل کیږي، چې افغان چارواکو د مرستو د تر لاسه کولو په بدل کې له اروپايي هېوادونو سره لاسلیک کړی دی.

افغانستان ناامنه او په بهر کې افغان کډوال د بېرته را ستنولو له جدي ګواښ سره مخ دي.

اروپايي هېوادونو په  ۲۰۱۵ کال کې ۳۲۹۰ ، په ۲۰۱۶ کال کې ۹۴۶۰ افغان کډوال له اروپا څخه په زور ایستل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې مسووله حوریه مصدق وایي، د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ په زور د افغان کډوالو ایستل ډېر شوي دي، چې شمېر یې لس زره افغان کډوالو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغان کډوالو ډېر شمېر په زور له ایستلو  سره مخ دی.

آغلې حوریه مصدق زیاتوي، مونږ د کډوالو د ایستلو له سیاسي کولو اندېښنه لرو. مونږ له اروپایي دولتونو غواړو، چې د کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان شرایط د کډوالو د راستنولو لپاره مناسب نه ګڼي او وايي، چې حکومت خلکو ته د ژوند د لومړنیو آسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلی او را ستانه شوي کډوال په بد حال دي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا د څانګې مرستیال عمر ورایچ وایي، راستانه شوي افغانان له جدي خطرونو سره مخ دي. وژنه، اختطاف او د ژوند لپاره د لومړنیو مکاناتو نشتوالی هغه ګواښونه دي، چې دوی ور سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې هغه افغانان هم د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي، چې خپل مذهب یې اړولی دی. دغه سازمان د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼي او غوښتنه کوي، چې دغه بهیر زر تر زره باید و درول شي.

له سوریې او عراق وروسته افغانستان درېیم هېواد دی، چې ډېر وګړي یې کډوال دي.

خبریاله: لیدا نیازی

Trending

Exit mobile version