تازه خبرونه
برید جنرال عبدالغفور محمود په شکر دره کې خاورو ته وسپارل شو
بریدجنرال عبدالغفور محمود د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ملي امنیتي دندې تر سره کړې وې.
د محمود کورنۍ ويلي، چې ټول له جګړې ستړي شويدي؛ نو، ځکه د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کوي.
د عبدالغفور محمود د تره زوی سلطان محمد خطر وایي، چې عبدالغفور محمود پوه او دروند سړی و؛ هیچا ته یې ستونزې نه وې رامنځته کړې او په بېلابېلو ولایتونو کې یې له ستونزو ډکې دندې تر سره کړې وې.
د عبدالغفور ماما محمد ابراهیم وایي: عبدالغفور له پلاره یو زوی و؛ له ستونزو ډک ژوند یې د هېواد او خلکو په چوپړ کې تېر کړ او تېره ورځ د بغلان پر لویه لار د طالبانو په کمین کې شهید شو.
اجرائيه رییس او یو شمېر حکومتي چارواکو د عبدالغفور پر وژل کیدو خواشینې ښودلې او مرګ یې د امنیتي بنسټونو لپاره ستره ضایعه نومولې ده.
اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي؛ تېره ورځ د ملي امنیت یو تکړه جنرال، چې د بغلان ولایت د دوه یم مرستیال په توګه یې دنده تر سره کوله شهید شو او ورته د مغفرت دعا کوو.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي: مونږ د سولې په تمه یو؛ له جګړو او وژنو ستړي او د سولې پلویان یو.
د جګړې په دې فصل کې وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د لویو لارو په اوږدو کې افغان امنیتي چارواکو ته کمینونه نیسي.
خبریال: سمیع جهش