تازه خبرونه

حسین بخش صفري خپل روسي سیال ته له ماتې ورکولو وروسته راستون شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

 

حسین بخش صفري د کابل په هواي ډګر کې د ورزشي بنسټونو د مسوولینو او یو شمېر کابل ښاریانو له تاوده هرکلی سره مخ شو.

صفري د شنبې پر شپه( د مرغومي ۷ / د دسمبر ۲۸) د مسکو په ښار کې له درې روندونو پر ترسره کولو پر خپل سیال بریاته ورسید.

د آزادو سیالیو لوبغاړی حسین بخش صفري وایي؛ د خپلو خلکو دعا او هڅونه راسره، چې په بریالیتوب مې خپل سیال ته ماته ورکړه.

نوموړي دا هم ویلی، چې: رینګ ته د افغانستان د خلکو په استازیتوب وردننه شوم او بریالی ترې راووتم.

د افغانستان د آزادو سیالیو اتل صفري نن سې شنبه( د مرغومي ۱۰) د کابل په هواي ډګر کې د یو شمېر ورزشی بنسټونو د مسوولینو او کابل ښاریانو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

خلکو هم ویلي، چې که صفري ته ورته اتلان وهڅوو؛ ټول به یو واحد ملت ولرو.

شریف نومي آریانا نیوز ته زیته کړې، چې د صفري د هڅولو لپاره مونږ له بغلان ولایت څخه راغلي یو او د هغه د نورو بریاوو غوښتنه کوو.

د صفري پلار له ډېرې د کمرې مخې ته خوښۍ ونشوې کړای.

حسین بخش صفري د آزادو سیالیو ترڅنګ د جوجیتسو ملي لوبډلې غړیتوب هم لري.

Trending

Exit mobile version