تازه خبرونه
اصغر افغان د ملي لوبډلې له ډلمشرۍ ګوښه شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په یوه ورځنیو سیالیو کې ګلبدین نائب، په شل آوریزو لوبو کې راشد خان او په تست لوبو کې رحمت شاه زرمتی د اصغر افغان پر ځای په ملي لوبډله کې د ډلمشرانو په توګه غوره شوي دي.
د کرکت بورد مشران دغه پرېکړه د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو لپاره، چې په انګلستان کې تر سره کیږي ګټوره بولي.
د یادونې ده، چې د هېواد کرکت ملي لوبډله نن غرمه (د وري۱۶) د نړیوال جام سیالیو ته د تمریناتو د تر سره کولو لپاره جنوبي افریقا ته روانه شوه.